
ګډحکومت دواړه مشران او ورسره هیئت د امریکا د متحده ایالتونو پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته ورسېدل.ولسمشر او اجراییه رییس درې اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر باراک اوباما امریکا ته ورغوښتي وو.د ولسمشر د دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني او ورسره هیئت نن د انډریوس په هوايي ډګر کې ښکته شول.خبرپاڼې زیاته کړې چې د دواړو مشرانو استقبال ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډانیل فیلډ، د امریکا امنیت ملي د شوری مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس او په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت مسوولین راغلي وو.د سرچېنې د معلوماتو پر اساس ټاکل شوې چې د اشرف غني رسمي استقبال به سبا د امریکا په دفاعوزارت کې وشي او د افغانستان لوړ پوړی هیئت بهپه کمپ ډیویډ کې د امریکا دفاع، بهرنیو او داريۍ او خزانې وزیرانو سره د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.د ګډحکومت مشران به د خپل دغه سفر په لړ کې دامریکا له جمهور رئیس بارک اوباما، د دغه هېواد د جمهوري ریاست له مرستیال جوبایدن، د کانګرس لهمشر، د ناټو سازمان له سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو، د دفاع او د دارایۍ او خزانې له وزیرانواو د نړیوال بانک له مدیره هیات سره وګوري.د ګډحکومت د مشرانو سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وسله وال پوځ لوی درستیز شېر محمد کریمي، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسه سیما سمر، په اقتصادي چاروکې د جمهور رئیس سلاکارحضرت عمر زاخیلوال، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي او نور ملګرتیا کوي.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0